ads

نن ای پي ال کې حيدراباد او راجستان د لوبې ډګر ته وزي

د هند د كركټ د غوره ليګ په لوبو کې نن سنرايزرز حيدراباد له راجستان رويالز لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.

نویسنده: mayar
20 وری 1397
نن ای پي ال کې حيدراباد او راجستان د لوبې ډګر ته وزي

د هند د كركټ د غوره ليګ په لوبو کې نن سنرايزرز حيدراباد له راجستان رويالز لوبډلې سره د لوبې ډګر ته وځي.

دغه لوبه، چې د کابل په وخت د ماښام په اوو بجو پيلېږي، په حيدراباد ښار کې ترسره کېږي.

په سنرايزرز حيدراباد لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي لوبېږي او په راجستان رويالز لوبډله کې بيا افغان لوبغاړی ظاهر خان اخيستل شوی و، خو د راپورونو له مخې، په تمريني لوبو کې ټپي شوی او ښايي بېرته هېواد ته راستون شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د هند د كركټ د غوره ليګ يا ای پي اېل دوه لوبې ترسره شوې.

په لومړۍ لوبه کې کېنګز الېون پنجاب ډېلي ډرېډېولز ته په  شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

په دې بريا کې افغان ورو توپ اچوونکي مجيب ځدراڼ، چې د سيالې لوبډلې دوه وېکټې يې ترلاسه کړې، مهم رول ولوباوه.

په دوهمه لوبه کې بيا کلکته نايټ رايډرز رويال چلنجرز بنګلور لوبډلې ته په څلورو وېکټو ماتې ورکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA