ads

افغان لوبغاړی ظاهر خان بېرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان ورو توپ اچوونکی ظاهر خان د هند د كركټ غوره ليګ له راجستان رويالز لوبډلې سره په تمريني لوبو کې ټپي شوی او ټاکل شوې بېرته هېواد ته راستون شي.

نویسنده: mayar
20 وری 1397
افغان لوبغاړی ظاهر خان بېرته هېواد ته راستنېږي

د افغانستان ورو توپ اچوونکی ظاهر خان د هند د كركټ غوره ليګ له راجستان رويالز لوبډلې سره په تمريني لوبو کې ټپي شوی او ټاکل شوې بېرته هېواد ته راستون شي.

نوموړی د راجستان رويالز لوبډلې له لوري په ۶۰ لکه هندي کلدارو پېرل شوی دی.

دا لوبډله وايي، ظاهر خان ته په تمريني لوبو کې له ټپي کېدو وروسته د ډاکټر له لوري د درې اونۍ استراحت وخت ورکړل شوی، له همدې کبله به افغانستان ته واستول او که چېرې ژر بېرته روغ شي، بيا به هند ته وغوښتل شي.

دغه افغان لوبغاړي په تمريني لوبو کې د راجستان رويالز لوبډلې لپاره پنځه وېکټې اخيستې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA