ads

د اسراييلي پوځ په ډزو اووه فلسطينيان وژل شوي

د اسراييلي پوځ په ډزو د جمعې په ورځ لږ تر لږه اووه فلسطينيان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

نویسنده: mayar
18 وری 1397
د اسراييلي پوځ په ډزو اووه فلسطينيان وژل شوي

د اسراييلي پوځ په ډزو د جمعې په ورځ لږ تر لږه اووه فلسطينيان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان شوي دي.

دا پېښه په غزې تړانګه كې هغه مهال رامنځته شوه، چې شاوخوا ۲۰ زرو فلسطينيانو په اعتراض لاس پورې كړ.

فلسطيني چارواكي وايي، په وژل شوو كسانو كې يوه ۱۶ كلنه نجلۍ هم شامله ده.

د دوى په وينا، د تېرې مارچ مياشتې له ۳۰مې نېټې را په دې خوا د غزې او اسراييل د پولې په اوږدو كې د تاوتريخوالي له كبله ۲۹ فلسطينيان وژل شوي او له ۲۵۰۰ زيات ټپيان شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA