د جمعې په ورځ د فلسطينيانو د پراخ اعتراض په مهال د اسراييلي سرتېرو په ډزو ټپي شوي فلسطيني ژورناليست ساه ورکړه.
ياسر مرتجى، چې له يوه خبري اژانس سره يې د عکاس په توګه کار کاوه، د غزې په خوزه سيمه کې په ګېډه ولګېد.
که څه هم ۳۰ کلن ياسر ابي جاکټ، چې پر هغه مطبوعات ليکل شوي و، اغوستی و او نوموړي ته يې له نورو كسانو سره توپير ورکاوه، خو بيا هم ويشتل شوی دی.
راپورونه وايي، چې د جمعې ورځې د اعتراض په مهال اووه نور خبريالان هم ټپيان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


