ads

روسيې، ايران او ترکيې د سوريې د ثبات لپاره پر هڅو هوکړه وکړه

د روسيې، ايران او ترکيې جمهور رييسانو پرون په انقره کې د سوري کړکيج د حل په هدف سره وليدل.

نویسنده: ISMAT MAYAR
16 وری 1397
روسيې، ايران او ترکيې د سوريې د ثبات لپاره پر هڅو هوکړه وکړه

د روسيې، ايران او ترکيې جمهور رييسانو پرون په انقره کې د سوري کړکيج د حل په هدف سره وليدل.

دغه مشرانو د خپلې غونډې په پای کې يوه اعلاميه هم خپره کړې ده او په هغه کې په سوريه کې د ثبات لپاره د هڅو پر زياتېدو ټينګار شوی دی.

د روسيې، ايران او ترکيې جمهور رييسان داسې مهال د سوريې په کړکيچ خبرې کوي چې په يوه تازه پرمختګ کې د امريکا جمهور رييس په سوريه کې د يوه څه وخت لپاره د خپلو سرتېرو له پاتې کېدو سره موافقه کړې ده.

ترکي چارواکي وايي، د درېيو هېوادونو مشرانو د سوريې په نوي اساسي قانون او په امنو سيمو کې د امنيت په لا ټينګښت بحث کړی دی.

ايران او روسيه د سوري حکومت ملاتړ کوي او ترکيه بيا په دغه هېواد کې د دولت ضد منځلارو وسله والو ملاتړ کوي.

د دغو درې واړو هېوادونو په هڅو په سوريه کې د اوربند په برخه کې يو شمېر پرمختګونه شوي او امنې سيمې رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA