ټاکل شوې د روان مېلادي کال په سپټمبر مياشت کې د اسيا جام سيالۍ په سريلانکا کې ترسره شي.
په دغه جام کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلديش، سريلانکا او يوه لوبډله هم د دويمې درجې هېوادونو له منځه ګډون کوي.
دا چې افغانستان اوس مهال د نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب لري، نو په مستقيم ډول په دغه سياليو کې برخه اخلي. دا پنځوس اوريزې سيالۍ دي. دا چې اوس مهال افغانستان د کرکټ يوه پياوړې لوبډله لري نو هيله څرګندېږي چې افغانستان به د دغو سياليو يوه پياوړې لوبډله وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

