ads

نن په انقره کې د روسيې، ايران او ترکيې د جمهور رييسانو تر منځ غونډه جوړېږي

ټاکل شوې نن په ترکيه کې د روسيې، ايران او ترکيې د جمهور رييسانو تر منځ درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
15 وری 1397
نن په انقره کې د روسيې، ايران او ترکيې د جمهور رييسانو تر منځ غونډه جوړېږي

ټاکل شوې نن په ترکيه کې د روسيې، ايران او ترکيې د جمهور رييسانو تر منځ درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين او د ايران جمهور رييس حسن روحاني پرون په دغه غونډه کې د ګډون په هدف ترکيې ته ورسېدل.

دا له نومبر مياشتې وروسته د درې واړو جمهور رييسانو تر منځ دويمه غونډه ده چې پکې د سوريې په وضعيت بحث کېږي.

ايران او روسيه د سوريې د حکومت ملاتړ کوي او ترکيه بيا په سوريه کې د حکومت ضد منځلارو وسله والو ملاتړ کوي او اوس دغه هېوادونه له تېر يوه کال راهيسې غواړي د سوريې کړکېچ ته يوه حللاره ومومي.

له ۲۰۱۷ کال راوروسته د دغو درېيو هېوادونو مشرانو د خپلو خبرو په پايله کې هوکړه وکړه چې په دغه هېواد کې بايد امن سيمې رامنځته شي.

د دغه خبرو لومړی پړاو د روسيې په سوچي او دويم پړاو يې د قزاقستان په مرکز استانه کې ترسره شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA