د بوم کلي خلک، په کلي کې د برېښنا د اولني بند د جوړېدو پر سر په دوو مخالفو ډلو تقسیم شول. اختلافات هغه وخت پیدا شول چې د بند د جوړېدو لپاره باید ځای ټاکل شوی وای. د انجنیرانو نظر دا وو چې د برېښنا بند باید د سیند په منځنۍ برخه کې چې بوم کلی یې په دوو برخو وېشلی وو، جوړ شي. هغه خلک چې د سیند یوې او بلې غاړې ته پراته وو، له دغې طرحې خوښ شول. ځکه د بند په جوړېدو یې کرنیزو ځمکو ته زیان نهاوښت. خو هغه خلک چې د سیند منځنۍ برخې ته نږدې پراته وو او د ځمکو یوه برخه یې د بند د ذخیرې د جوړېدو له کبله لهمنځه تله، له طرحې سره مخالفت بنا کړ.
انجنیرانو خپل نظر ووایه او لاړل. خو د کلي خلک باید په ورځو ورځو د مخالفې جبهې د قانعکولو په خاطر هلته راټول شوي وای. مخالفین په څو جلسو کې حاضر نهشول چې د هغوی په سیمه کې دې د برېښنا بند جوړ شي. د هغوی د قانعکولو لهپاره ټول کوښښونه بېګټې ثابت شول. ان د دولت منځګړتوب هم هغوی دې ته حاضر نهکړل چې د بند له جوړېدو سره له مخالفته لاس واخلي. بالاخره خلک اړ شول چې پخپل شخصي لګښت د برېښنا بند جوړ کړي او د اوبو برېښنا اولنی توربین وڅرخوي. دوی د لینونو د غځولو کار هم خلاص کړو. دوه جلا او بیل لینونه یې د مخالفانو د راضي کولو په خاطر د سیند دواړو غاړو ته تېر کړل. خو مخالفین لاهم په خپله پخوانۍ موضع کلک ولاړ وو. کله چې د بند ذخیره له اوبه ډکه شوه او تخنیکي کارونه یې پای ته ورسېدل، توربینونه چالان شول. په اوله شپه د بوم ټول کلی روښانه شوی وو، فقط د سیند منځنۍ سیمې چې مخالفانو په کې ژوند کاوه، تیاره وې. د بوم کلي د موافقانو لهپاره هغه شپه نههېرېدونکې وه. د سیند د دې او هغې غاړې اوسېدونکي په جامو کې نهځاییدل. هغوی تر دوه کاله زحمت او خولو بهولو وروسته د برق له نعمته برخمن شوي وو. خو بل لورته د سیند د منځنۍ سیمې اوسېدونکي خواشیني او غمجن وو. د نورو خوښي، د هغوی لهپاره په زهرو هغه ککړغشي ته ورته وه چې ګواکې د دوی ټټرونه دې یې په نښه کړې وي. دا شپه ډېره اوږده شوه او ورباندې نه سبا کېده. ډېرې شپې او ورځې همدغسې تېرې شوې. مخالفان په تیاره او موافقانو په رڼا کې ژوند کاوه. داسې ښکارېده چې په تیاره کې د مخالفانو ژوند نور ستړیکوونکی دی. نو له همدې کبله به کلهناکله د بند له جوړېدو سره د موافقت نښې تر سترګو کېدې. شرایطو کرار کرار بدلون مونده. ان تر دې چې د برېښنا بند د جوړېدو په لومړۍ کلیزه کې مخالفانو تورې په تیک کې کړې او له نورو سره یې د پخلاینې اعلان وکړ. هغوی پېښمانه وو، ډېر پښیمانه، په غونډه کې یې وویل چې له دې وروسته د برېښنا له بند سره مخالفت نهلري او غواړي د نورو په څېر یې له ګټو برخمن شي. مخالفان چې تر دې مخکې د برېښنا بند له لګښت څخه معاف شوي وو، په همدغه ورځ یې خپله ونډه هم پرې کړه. که څه هم نورو نهغوښتل چې له مخالفانو پیسې واخلي، خو هغوی ټینګار کاوه چې د خپلې ونډې په ورکولو سره د بند د پراختیا غوښتونکي دي. د مراسمو په پای کې موافقانو او مخالفانو یو بل په غېږ کې ونیول. د هغوی د برېښنا لین یې په توربین پورې وتاړه او مخالفان یې له برېښنا سره یو ځای خپلو کورونو ته ولېږل. اوس دا څو کاله کېږي چې د بوم کلي اوسېدونکي یووالی او برېښنا؛ دواړه لري. دا کلی اوس له ټولې نړۍ سره وصل دی. په هر کور کې یې ټلویزیون اېښی. ډېری اوسېدونکي یې انټرنټ او موبایل هم لري. نن سبا په بوم کلي کې ژوند خپل رنګ لري. ټول اوسېدونکي یې هڅه کوي چې کلی نور هم اباد کړي، ټولو له کینې او رخې لاس اخستی؛ نو ځکه مخ پر وړاندې روان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ