په کندهار کې د کرکټ لوبغالی ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

په کندهار کې د هند له لوري رغول شوی د کرکټ لوبغالی نن ګټې اخیستې ته وسپارل شو. دغه لوبغالی چې چارې يې دوه کاله مخکې پيل شوې وې، د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت په ۴۰ جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په عينو مېنه کې جوړ شو.