په کندهار کې د هند له لوري رغول شوی د کرکټ لوبغالی نن ګټې اخیستې ته وسپارل شو. دغه لوبغالی چې چارې يې دوه کاله مخکې پيل شوې وې، د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت په ۴۰ جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په عينو مېنه کې جوړ شو.
د دغه لوبغالي د پرانيستې په مراسمو کې د هند سفير منپريت وهرا وويل، هېواد به يې د نورو برخو تر څنګ د سپورټ په برخه کې هم له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي: ((موږ هندوستانیان په دې پوهېږو چې افغانان له کرکټ سره زیاته مینه لري او په دې هم پوهېږو چې تاسو به نور پرمختګ هم وکړئ، نو له همدې کبله هند له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.))
په دغه غونډه کې د کندهار والي توريالي ويسا هم خبرې وکړې، نوموړي له افغانستان سره د هند له مرستو په ځانګړي ډول د دغه لوبغالي د جوړولو له کبله د هند له سفير مننه وکړه.
د يادولو ده چې دا په کندهار کې لومړی، خو د هېواد په کچه درېيم معياري لوبغالی دی چې په دغه ولايت کې جوړېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

