د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ د يکشنبې په ورځ په يو ټوېټ کې ليکلي، له هغو غير قانوني کډوالو سره چې په ماشوموالي کې امريکا ته راغلي وو، هېڅ ډول موافقه نه کېږي.
نوموړي يو ځل بيا له مکسيکو سره د امريکا پر سرحد اندېښنه ښودلې ده.
دده په خبره د احمقو ديموکراتانو له لاسه سرحدي ځواکونه نه شي کولي خپل کار په سمه توګه ترسره کړي.
دده په خبره ټول غير قانوني کډوال له همدې پولې امريکا ته ننوځي. د امريکا پخواني جمهور رييس بارک اوباما د هغو ماشومانو لپاره د خونديتوب پروګرام پيل کړ، چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي وو.
په دغه قانون کې زرګونه ماشومان د بېرته ايستلو له خطر خوندي شوي دي او دوی ته د کار جواز هم ورکړل شوی دی. خو ټرمپ د اوباما ددغه کار مخالفت کوي او وايي دغه کډوال نه مني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

