د اسرايیلو لومړي وزير بينجامين نتنياهو له هغه وورسته خپل پوځ وستايه چې په غزه کې يې ۱۷ ملکي فلسطنيان ووژل.
نوموړي هغه مهال دا څرګندونې وکړې چې نورو هېوادونو د اسراييلي پوځ له لوري د لاريونوالو پر ضد د وسلو کارول په کلکو ټکو وغندل.
په هغه اعلاميه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوې راغلي چې نتنياهو د هغه څه له کبله چې نوموړي د اسراييلو د جشن په ورځ د خپل هېواد د پولو ساتل بللي دي، له خپل پوځ مننه کړې ده: ((شاباس زموږ پر سرتېرو!))
په لسګونو هېوادونو او د بشري حقونو ډلو د اسراييلو د سرتېرو له لوري په هغو فلسطيني لاريونوالو چې د غزې په ختيځه پوله کې لاريون کاوه، مستقيمې ډزې په کلکه ټكو وغندلې.
د فلسطين د عامې روغتيا وزارت وايي، ۴۹ نور فلسطنيان په دغو ډزو کې ټپيان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

