ads

شمالي کوريا له امريکا سره خبرو ته چمتووالی وښوود

شمالي کوریا د خپلو اټومي فعالیتونو د درولو خبر تایید کړی دی.

نویسنده: mayar
8 وری 1397
شمالي کوريا له امريکا سره خبرو ته چمتووالی وښوود

شمالي کوریا د خپلو اټومي فعالیتونو د درولو خبر تایید کړی دی. وروسته له هغه چې د شمالي کوریا دولت چین ته د یاد هېواد د رهبر کیم جونګ اون د سفر خبر پخلی وکړ، سپینې ماڼۍ وویل چې د چین له جمهور رييس سره یې د شمالي کوریا د جمهور رييس کیم جونګ اون د سفر په اړه خبرې کړې دي. چین ویلي چې شمالي کوریا له امریکايي چارواکو سره هم لیدنې ته چمتوالی ښودلی دی. د سپينې ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، شي جینګ پینګ له خپل امریکایي سیال سره په خبرو کې چین ته د شمالي کوریا د جمهور رييس د سفر په اړه هم معلومات شریک کړي دي. خو خبرپاڼه کې د دې سفر د جزیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA