په مصر کې نن ميليونونه کسان د رايو صندوقونو ته ځي او خپل راتلونکی جمهور رئيس ټاکي.
دغه ټاکنې درې ورځې دوام کوي، خو سياسي شنونکي وايي، د ټاکنو پايله مخکې له مخکې څرګنده ده.
په مصر کې ۶۰ ميليونه وګړي د رايو ورکولو په شرايطو برابر دي.
اوسنی جمهور رئیس عبدالفتاح السيسي او د القاد ګوند مشر موسی مصطفی په دغو ټاکنو کې له يو بل سره سيالي کوي.
راپورونه وايي، السيسي به ټاکنې وګټي، ځکه په ۲۰۱۴م کال کې، چې د رايې په شرايطو برابرو نيمايي کسانو خپلې رايې وکارولې، څه باندې ۹۶ فيصدو يې دغه پوځي مشر ته رايې ورکړې.
هغه وخت منتقدينو د ۲۰۱۴م کال ټاکنې شرموونکې وبللې.
په ټاکنو کې تر ټولو مهمه مسئله د مصر اقتصاد دی، چې خلک يې په تړاو اندېښنه لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


