د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې په هرارې ښار کې د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو پايلوبه كې ويسټ انديز ته په ماتې ورکولو د دې سياليو اتلولي خپله كړه.
د دغې ۵۰ اوريزې لوبې پچه د ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.
ويسټ انډيز افغانستان ته د لوبې ګټلو لپاره ۲۰۵ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې دغه هدف په ۴۰ اعشاريه څلور اورونو كې د درېيو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ، سيالې لوبډلې ته يې په اوو وېكټو ماتې وركړه او د نړيوال جام د غوراوي سياليو اتله شوه.
محمد شهزاد، چې د خپلې لوبډلې په ګټه يې ۸۴ منډې وكړې، د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
افغانستان د يادو سياليو په ګروپي لوبو کې سکاټلنډ، زمبابوې او هانګ كانګ ته لوبې وبايللې، خو بيا يې پنځه نورې لوبې وکړې او يوه يې هم ونه بايلله.
د غوراوي سيالۍ د كركټ د ۱۰ لوبډلو ترمنځ وشوې، چې يوازې دوه د افغانستان او ويسټ انډيز لوبډلې نړيوال جام ته ووتې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


