ناامني، بېروزګاري او د راتلونكې په اړه اندېښنې سبب شوي چې زيات شمېر افغانان هېواد پرېږدي. دا لړۍ له درې کاله وړاندې پیل شوې او نن هم په خپل پخواني شدت سره روانه ده. موندنې ښيي چې له همدې کبله هره ورځ په کابل کې د پاسپورټ ریاست تر مخ د خلکو کتارونه جوړ وي. په دغو کسانو کې ډول ډول خلک لیدل کېږي، څو د بېروزګارۍ، څوک د ناامنۍ او څوک هم د خپلې راتلونکې په اړه د بېباورۍ له کبله له هېواد څخه په وتو دي. د پاسپورټ په غوښتونکو کې ان ځینې داسې کسان هم تر سترګو کېږي چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط وروسته کابل ته راغلل، خو اوس د جګړې د دوام او ناهیلۍ له کبله په وتو دي.
د فاریاب ولایت اوسېدونکی عبدالرحمن بېروزګارۍ پسې اخستی. نوموړی وايي، ځکه د پاسپورټ په اخستو پسې راوتلی چې په افغانستان کې کار نشته: (( څو کاله مې په ایران کې کار کاوه، خو چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو، زه هم په دې تمه راغلم چې دلته کار وکړم، خو دا دوه کاله کېږي چې بېروزګاره یم.)) د عبدالرحمن د عمر ډېره برخه په مزدکارۍ تېره شوې. نوموړی وايي که څه هم په پردیو ملکونو کې کار کول سخت دي، خو دوی بله چاره نهلري.
د ننګرهار اوسېدونکی نظرګل بیا د دې لهپاره پاسپورټ اخلي چې په پاکستان کې د خپلې پاتې کورنۍ له غړو سره لیدنه وکړي، نوموړی وايي: (( نیمه کورنۍ او ماشومان مو د جګړې له وېرې په پاکستان کې پرېښي، او نیم دلته اوسېږي، اوس پاکستان ته له پاسپورټ پرته د تګ راتګ اجازه نشته، نو ځکه دلته راغلی یم او پاسپورټ اخلم.))
د کابل اوسېدونکی حسیبالله بیا د هغو کسانو له ډلې څخه دی چې د جګړو دوام په افغانستان کې له پاتې کېدو زړه توری کړی دی. نوموړی وايي، د خپلې کورنۍ لهپاره پاسپورټونه اخلي او هڅه کوي چې لږ تر لږه هند او یا ترکیې ته ولاړ شي: (( زموږ اینده جګړو راخرابه کړه، اوږد انتظار مو وایست، خو دا جګړه نه ختمېږي، غواړم ترکیې ته لاړ شم، نو ځکه دلته راغلی یم او پاسپورټونه اخلم.))
په کابل کې د پاسپورټ ریاست مسوولین هم مني چې د پاسپورټ اخستونکو مراجعینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. د دغې ادارې مسوولین وايي چې له تېرو څو کلونو راهیسې به یې هره ورځ شاوخوا ۴۵۰۰ پاسپورټونه خلکو ته وېشل، خو اوس دا شمېره ۵۵۰۰ پاسپورټونو ته رسېدلې ده. خو د پاسپورټ رئیس پاسوال سیدعمر صبور وايي، د دوی ډېری مراجعین هغه کسان دي چې د کار او روزګار د موندلو په خاطر بهر ته ځي، نه د ناامنۍ له کبله: (( په دې وروستيو کې ایران د وېزې په صادرولو کې د ۳۰۰ يورو د اخستلو ضمانت له منځه وړی دی، ځکه نو زياتره افغانانو د کار لهپاره دغه هېواد ته مخه کړې ده.))
د پورتنیو ټولو ستونزو باوجود دا هم ويل کېږي چې د پاسپورټ ادارې سيستم مرکزي دی؛ نو د ولايتونو ډېر شمېر مراجعين اړ دي چې مرکز ته راشي او دلته د دغې ادارې مخې ته ګڼه ګوڼه جوړه شي. مل پاسوال سيدعمر صبور بیا په دې اړه وايي چې د ټولې نړۍ د پاسپورټونو د وېش سیستمونه مرکزي دي: (( موږ ان د ورځې ۶۰۰۰ پاسپورټونه هم وېشلي دي، دا یو لوی پرمختګ دی.)) خو نوموړی زیری ورکوي چې له اوږدې مودې راهیسې په انلاین توګه د پاسپورټ فورمو د اخستلو پر سیستم کار روان دی چې په فعالېدو سره به یې د پاسپورټ ریاست مخې ته ګڼه ګوڼه ډېره راکمه شي: (( همداراز د مخابراتو وزارت پست ادارې ۲۰ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستي، په دې کار سره پاسپورټ په ټاکلي وخت غوښتونکو ته رسېږي، په ډېرې نږدې راتلونکې کې به دا خدمات نورو ۱۳ولایتونو ته هم وغځېږي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ