ads

ښايي نن راشدخان په کمو لوبو کې د سل وېکټو پوره کولو نړيوال ريکارډ جوړ کړي

ټاکل شوې نن افغان ورو توپ اچوونکی راشدخان له ويسټ انډيز سره په لوبه کې نړيوال ريکارډ جوړ کړي. راشدخان که نن له ويسټ انډيز سره په لوبه کې خپلې سل وېکټې پوره کړي، نو دا به په نړيواله کچه په کمو لوبو کې د سل وېکټو د پوره کېدو نړيوال ريکارډ وي.

نویسنده: mayar
5 وری 1397
ښايي نن راشدخان په کمو لوبو کې د سل وېکټو پوره کولو نړيوال ريکارډ جوړ کړي

ټاکل شوې نن افغان ورو توپ اچوونکی راشدخان له ويسټ انډيز سره په لوبه کې نړيوال ريکارډ جوړ کړي. راشدخان که نن له ويسټ انډيز سره په لوبه کې خپلې سل وېکټې پوره کړي، نو دا به په نړيواله کچه په کمو لوبو کې د سل وېکټو د پوره کېدو نړيوال ريکارډ وي.

راشدخان اوس مهال په ۴۳ لوبو کې ۹۹ وېکټې لري او که نن له ويسټ انډيز سره په لوبه کې يوه وېکټه هم ترلاسه کړي، خپلې سل وېکټې پوره کوي.

تر دې وړاندې د اسټراليا ميچل سټارک په ۵۲ لوبو کې خپلې سل وېکټې پوره کړې دي او نړيوال ريکارډ ورسره دی خو که نن راشدخان يوه وېکټه هم ترلاسه کړي، په لوی توپير دغه ريکارډ په خپل نوم کوي.

راشد خان اوسمهال د کرکټ د نړیوالې شورا د توپ اچوونکو په جدول کې هم په یو ورځنیو لوبو او هم په شل اوره لوبو کې د لست په سر کې تر ټولو غوره توپ اچوونکی دی.

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو پايلوبه نن د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.

دا لوبه به د كابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د زمبابوې پايتخت هرارې كې پيل شي.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزى وايي، چې دوى به له هر ډول فشار پرته د ويسټ انډيز په وړاندې پاىلوبې ته ځي او د سياليو اتلولي به ګټي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان په كركټ كې ويسټ انډيز څو وارې مات كړى دى.

د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې افغانستان ايرلنډ ته په ماتې وركولو نړيوال جام ته ووت.

د دې سياليو په لومړي پړاو کې افغانستان درې لوبې پرله پسې بايلودې او چانس يې يو فيصد و، خو په دوهم پړاو کې يې درې واړه لوبې وګټلې.

د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې د كركټ شپږو لوبډلو ګډون درلود، چې يوازې دوه يې نړيوال جام ته ووتې.

تر افغانستان مخكې ويسټ انډيز د اتو نومرو په ترلاسه کولو نړيوال جام ته لاره وموندله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA