ټوله ورځ د پاسپورټ ریاست په وره کې

ناامني، بې‌روزګاري او د راتلونكې په اړه اندېښنې سبب شوي چې زيات شمېر افغانان هېواد پرېږدي. دا لړۍ له درې کاله وړاندې پیل شوې او نن هم په خپل پخواني شدت سره روانه ده. موندنې ښيي چې له همدې کبله هره ورځ په کابل کې د پاسپورټ ریاست تر مخ د خلکو کتارونه جوړ وي.