ads

نن د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د نړيوال جام د غوراوي پړاو پايلوبه کېږي

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو پايلوبه نن د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.

نویسنده: mayar
5 وری 1397
نن د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د نړيوال جام د غوراوي پړاو پايلوبه کېږي

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو پايلوبه نن د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.

دا لوبه به د كابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو د زمبابوې پايتخت هرارې كې پيل شي.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزى وايي، چې دوى به له هر ډول فشار پرته د ويسټ انډيز په وړاندې پاىلوبې ته ځي او د سياليو اتلولي به ګټي.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان په كركټ كې ويسټ انډيز څو وارې مات كړى دى.

د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې افغانستان ايرلنډ ته په ماتې وركولو نړيوال جام ته ووت.

د دې سياليو په لومړي پړاو کې افغانستان درې لوبې پرله پسې بايلودې او چانس يې يو فيصد و، خو په دوهم پړاو کې يې درې واړه لوبې وګټلې.

د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې د كركټ شپږو لوبډلو ګډون درلود، چې يوازې دوه يې نړيوال جام ته ووتې.

تر افغانستان مخكې ويسټ انډيز د اتو نومرو په ترلاسه کولو نړيوال جام ته لاره وموندله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA