د سوريې دولتي ځواکونه د ختيځې غوطې د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو ته نېږدې شوي دي. د درېيو وسله والو ګروپونو له منځه چې د دغه سيمې کنټرول يې په لاس کې درلود، دوه يې له خپلو زرګونو وسله والو او د کورنیو له غړو سره له سيمې وتلې دي.
دريم ګروپ جيش الاسلام چې د ختيځې غوطې اړوند دوما ښار کنټرول په لاس کې لري، تر دې مهاله په دغه سيمه خپل کنټرول ساتلی دی.
که څه هم داسې ښکاري چې جیش الاسلام به هم ډېر ژر له روسي او سوري ځواکونو سره د دغه سيمي د خوشي کولو لپاره هوکړه لاسليک کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې جيش الاسلام ډلې د سولې داسې يوه طرحه رد کړې وه، چې له مخې يې دغه ډله د الاديب ښار پرېږدي.
شنونکي وايي، داسې ښکاري چې ښايي جيش الاسلام ډله د يوې هوکړې په ترڅ کې د لبنان له پولې سره نږدې ختيځې سيمې ته ولېږل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

