افغان ورو توپ اچوونکي راشد خان نن له ويسټ انډيز سره په لوبه کې بل نړيوال ريکارډ جوړ کړ.
راشد خان له ويسټ انډيز سره په لوبه کې خپلې ۱۰۰ وېکټې پوره کړې، چې دا په نړيواله کچه په کمو لوبو کې د ۱۰۰ وېکټو د پوره کېدو نړيوال ريکارډ دى.
ده په خپله ۴۴مه يو ورځنۍ لوبه کې دا کارنامه وکړه او ۱۰۰م لوبغاړی يې د ويسټ انډيز شاى ډيګو هوپ و، چې له مخې يې لرې كړ.
تر دې وړاندې د اسټراليا ميچل سټارک په ۵۲ لوبو کې خپلې ۱۰۰ وېکټې پوره کړې وې او نړيوال ريکارډ ورسره و، خو راشد خان وكولاى شول نن په لوی توپير دغه ريکارډ په خپل نوم کړي.
ياد افغان لوبغاړى دا مهال هم د يو ورځنيو او هم د ۲۰ اوريزو لوبو د نړيوال لېست په سر كې دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

