د فرانسې په جنوب كې د يوه وسله وال وګړي په پروني بريد كې څلور تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
فرانسوي پوليس وايي، چې بريد کوونکي په يوه سوپر مارکېټ کې خلک يرغمل کړي وو او نيږدې څلور ساعته يې د دوى په وړاندې مقاومت کړى دى.
د پوليسو په وينا، بريد كوونكى ۲۵ کلن و او د دوى په ډزو وژل شوى دى.
خبري اژانسونو ويلي، چې هغه د فرانسې وګړى او په مراکش کې زېږېدلى و.
د رسنيو په خبره، بريد کوونکي تر دې مخکې په وړو جرمونو او د نشه يي توكو په كاروبار کې لاس درلود.
د بريد مسووليت داعش ډلې منلى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

