ads

د کرکټ ملي لوبډلې نړيوال جام ته لاره ومونده

د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې افغانستان ايرلنډ ته په ماتې وركولو نړيوال جام ته ووت.

نویسنده: mayar
4 وری 1397
د کرکټ ملي لوبډلې نړيوال جام ته لاره ومونده

د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې افغانستان ايرلنډ ته په ماتې وركولو نړيوال جام ته ووت.

د دې ۵۰ اوريزې لوبې پچه، چې د زمبابوې په پايتخت هرارې كې ترسره شوه، د ايرلنډ كركټ ملي لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وكړه.

ايرلنډ په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډې وكړې او افغانستان ته يې ۲۱۰ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې په ۴۹ اعشاريه يو اورونو كې وركړل شوى هدف پوره كړ او لوبه يې له ايرلنډۍ لوبډلې د پنځو وېکټو په توپير وګټله.

د دغې لوبې په ګټلو د افغانستان نومرې شپږو ته ورسېدې او د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام سياليو كې شامل شو.

د غوراوي سياليو په دوهم پړاو کې د كركټ شپږو لوبډلو ګډون درلود، چې يوازې دوه يې نړيوال جام ته ووتې.

تر افغانستان مخكې ويسټ انډيز د اتو نومرو په ترلاسه کولو نړيوال جام ته لاره وموندله.

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي سياليو پايلوبه به سبا د افغانستان او ويسټ انډيز د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA