ads

نن افغانستان له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي لوبو په دويم پړاو کې نن افغانستان له اماراتو سره لوبه کوي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
29 کب 1396
نن افغانستان له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام د غوراوي لوبو په دويم پړاو کې نن افغانستان له اماراتو سره لوبه کوي.

دغه لوبه د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پيلېږي.

تر دې وړاندې د دويم پړاو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ويسټ انډيز ته ماتې ورکړه.

نړيوال جام ته د وتلو لپاره بايد افغانستان متحده عربي اماراتو او ايرلنډ ته ماتې ورکړي او ويسټ انډيز بايد سکاټلنډ او متحده عربي امارات زمبابوې ته ماتې ورکړي.
د نړيوال جام د غوراوي لوبو په دويم پړاو کې شپږ لوبډلې لوبه کوي چې له دې منځه يوازې دوه لوبډلې کولای شي، نړيوال جام ته لاره ومومي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA