پوتين په څلورم ځل د روسيې د جمهوري رياست ټاكنې وګټلې

ويلاديمير پوتين په څلورم ځل د شپږو كلونو لپاره د روسيې د جمهوري رياست چوكۍ خپله كړه.
د جمهوري رياست د پرونيو ټاكنو د نيږدې ټولو شمېرل شوو رايو پايله ښيي، چې پوتين ۷۶ اعشاريه ۶ فيصده رايې ترلاسه كړې دي.