ads

نن د كركټ په ۵۰ اوريزه لوبه كې افغانستان له هانګ كانګ سره مخ كېږي

ټاکل شوې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په درېيمه لوبه کې د هانګ كانګ له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
17 کب 1396
نن د كركټ په ۵۰ اوريزه لوبه كې افغانستان له هانګ كانګ سره مخ كېږي

ټاکل شوې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په درېيمه لوبه کې د هانګ كانګ له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
دغه لوبه، چې د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پيلېږي.
افغانستان د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام په غوراوي پړاو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه سكاټلنډ او دوهمه يې زمبابوې ته وبايلله.
افغان لوبډله به د روانې مارچ مياشتې په لسمه نېټه له نيپال سره مخ شي.
په غوراوي پړاو کې ۱۰ لوبډلې ګډون لري، چې په پاى كې به يې يوازې دوه لوبډلې د نړيوال جام سياليو كې د لوبېدو حق ترلاسه كړي.
د ۲۰۱۹ کال په نړيوال جام سياليو کې هم ۱۰ لوبډلې لوبېږي، چې په بريتانيا کې به ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA