ټاکل شوې نن د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ کال د ۵۰ اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په دوهمه لوبه کې د كوربه هېواد زمبابوې له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
دغه لوبه، چې په بولاوايو ښار کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پيلېږي.
تر دې مخكې افغانستان په متحده عربي اماراتو کې له زمبابوې څخه د ۵۰ اوريزو او ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ ګټلې وې.
افغانستان د كركټ د ۲۰۱۹ کال د نړيوال جام په غوراوي پړاو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه سكاټلنډ ته وبايلله.
افغان لوبډله به د روانې مارچ مياشتې په اتمه نېټه له هانګ کانګ او په لسمه نېټه له نيپال سره مخ شي.
په غوراوي پړاو کې ۱۰ لوبډلې ګډون لري، چې په پاى كې به يې يوازې دوه لوبډلې د نړيوال جام سياليو كې د لوبېدو حق ترلاسه كړي.
د ۲۰۱۹ کال په نړيوال جام سياليو کې هم ۱۰ لوبډلې لوبېږي، چې په بريتانيا کې به ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

