ads

د نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو لوبو کې سبا افغانستان او سکاټلنډ سره مخ کېږي

ټاکل شوې سبا افغانستان د ۲۰۱۹ کال د پنځوس اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په لومړۍ لوبه کې له سکاټلنډ سره د لوبې ډګر ته ووځي.

نویسنده: mayar
12 کب 1396
د نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو لوبو کې سبا افغانستان او سکاټلنډ سره مخ کېږي

ټاکل شوې سبا افغانستان د ۲۰۱۹ کال د پنځوس اوريزو سياليو نړيوال جام لپاره د غوراوي پړاو په لومړۍ لوبه کې له سکاټلنډ سره د لوبې ډګر ته ووځي.

دغه لوبه، چې د زمبابوې په بولاوايو ښار کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ بجو پيلېږي.

افغانستان تر دې وروسته د روانې مارچ مياشتې په شپږمه نېټه له زمبابوې، د همدې مياشتې په اتمه نېټه له هانګ کانګ او په لسمه نېټه له نيپال سره مخ کېږي.

په غوراوي پړاو کې لس لوبډلې ګډون لري او په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

په (الف) ګروپ کې ويسټ انډيز، ايرلنډ، هالنډ، متحده عربي امارات او پاپوا نيوګيني او په (ب) ګروپ کې بيا د افغانستان، زمبابوې، سکاټلنډ، هانګ کانګ او نيپال لوبډلې ګډون لري.

له دواړو ګروپونو درې درې لوبډلې دويم پړاو ته لار پيدا كوي او د شپږو غوره لوبډلو له منځه يوازې دوه لومړی او دويم مقام ګټونکې لوبډلې د ۲۰۱۹ کال نړيوال جام ته لار مومي.

د ۲۰۱۹ کال په نړيوال جام کې لس لوبډلې لوبېږي، چې په بريتانيا کې ترسره کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA