ads

راشد خان، د ۲۰ اوريزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونكى شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکى راشد خان د ۲۰ اوريزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې هم تر ټولو غوره توپ اچوونکى شو.

نویسنده: mayar
7 کب 1396
راشد خان، د ۲۰ اوريزو لوبو تر ټولو غوره توپ اچوونكى شو

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکى راشد خان د ۲۰ اوريزو لوبو په تازه درجه بندۍ کې هم تر ټولو غوره توپ اچوونکى شو.

د کرکټ نړيوالې شورا يا آى سي سي له لوري په تازه اعلان شوې درجه بندۍ کې د ۷۵۹ نومرو په ترلاسه کولو سره راشد خان لومړى مقام خپل کړى دى.

د آى سي سي لخوا په اعلان شوي لېست کې د نيوزيلنډ ورو توپ اچوونکى ايش سودهي د ۷۰۰ نومرو په ترلاسه کولو سره دويم، د ويسټ انډيز سمويل بدري د ۶۹۱ نومرو په ګټلو سره درېيم او د پاکستان عماد وسيم څلورم مقام خپل کړى دى.

بل افغان لوبغاړي محمد نبي د کرکټ نړيوالې شورا د ۲۰ اوريزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې د ۲۹۲ نومرو په ترلاسه کولو سره د درېيم غوره الراونډر مقام خپل کړى او شهزاد محمدي بيا د توپ وهونکو په ډله کې لسم مقام ترلاسه کړى دى.

افغانستان د ۲۰ اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې خپل نهم ځای ساتلی دى.

د يادولو ده، چې راشد خان څو ورځې مخکې د كركټ د ۵۰ اوريزو لوبو د غوره توپ اچوونکي مقام هم ګټلى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA