ads

څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتګار وفات شو

د پښتو او دري ژبو پياوړی څېړونکی، ليکوال او شاعر څېړنپوه عبدالله بختانى خدمتګار نن په كابل كې د ورپېښې ناروغۍ له كبله وفات شو.
استاد خدمتګار له نن څخه ۹۳ کاله وړاندې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په بختان کلي کې زېږېدلى و.
له هغه تر سلو ډېر چاپي او ځينې ناچاپ اثار پاتې شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
5 کب 1396

ارواښاد بختانی د پښتو ټولنې او بيا د علومو اکاډمۍ علمي غړى پاتې شوى، پر دې سربېره يې يو شمېر نورې دولتي علمي او مطبوعاتي چارې ترسره کړي او د ځينو خپرونو مسوول مدير هم پاتې شوى دى.
د نوموړي جنازه به سبا په خپل پلرني كلي بختان كې خاورو ته وسپارل شي.
د ده پر مړينې په ټولنيزو شبكو كې ګڼ شمېر ليكوالو او فرهنګيانو خواشيني څرګنده كړې او د هغه مړينه يې د پښتو او دري ادب لپاره يوه لويه ضايعه ګڼلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA