افغان سوک وهونکو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز په ازادو سياليو کې خپلو بهرنيو سيالانو ته په ماتې ورکولو اتلولۍ خپلې کړې.
دا سيالۍ په متحده عربي اماراتو کې تېره شپه د کابل په وخت په اتو بجو پيل او په نهو بجو پاى ته ورسېدې.
په لومړۍ لوبه کې احمد ولي هوتک خپل اوکرايني سيال ته په درېيو راونډونو کې سخته ماتې ورکړه او له هغه وروسته بل افغان سوک وهونکى باز محمد مبارز له سکاټلنډي سيال سره ميدان ته ښکته شو او ماتې يې ورکړه.
خو په کابل ښار کې غير مسوولو وسله والو په خپلو ډزو دغه خوښۍ په غم بدلې کړې.
په دې خراب امنيتي وضعيت کې د غير مسوولو وسله والو دغسې بې مسووليته ډزو ښاريان اندېښمن کړي وو.
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد تېره شپه د ډزو د غندنې ترڅنګ وويل، چې د پوليسو سيارې ډلې په ښار کې ګرځي او سرغړوونکي د قانون منګولو ته سپاري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ