په ايتوپيا کې د لومړي وزير تر ناڅاپي استعفا وروسته د کابينې له لوري د جمعې په ورځ بېړنی حالت اعلان شو.
د سيمه ييزو رسنيو د راپورونو له مخې تر دې مهاله څرګنده نه ده چې دغه حالت به تر کومې نېټې د پلي کېدو وړ وي.
سټنډرډ ورځپاڼې د يو شمېر نامعلومو سرچينو له قوله راپور ورکړ، اوس مهال پر دې بحث کېږي چې دغه حالت له ۳ تر ۶ مياشتو دوام وکړي او که نه.
د ۲۰۱۷ کال په اګست کې ايتوپيا له هغه وروسته لس مياشتينی بېړنی حالت پای ته ورساوه چې د حکومت ضد لاريونونو کې په سلګونو کسان ووژل شول.
لاريون کوونکو د پراخې سياسي خپلواکۍ غوښتنه کوله.
د ايتوپيا ارومو او امهارا خلک چې د دغه هېواد د نفوس ۶۱ سلنه جوړوي له ۲۰۱۵ کال راوروسته پراخ لاريونونه ترسره کړل.
دوی غواړي ډېر سياسي واک ولري او په دغه هېواد کې د بشري حقونو نقض پای ته رسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

