د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوريزو لوبو له لړۍ وروسته تېره شپه له زمبابوې څخه د روانو پنځوس اوريزو لوبو لړۍ هم وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ترسره شوو څلورو پنځوس اوريزو لوبو درې افغان لوبډلې او يوه د زمبابوې لوبډلې ګټلې ده.
د څلورمې لوبې پچه، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه، زمبابوې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه.
د افغانستان ورو توپ اچوونکو يو ځل بيا د زمبابوې د توپ وهونکو مخه ونيوله او هغوى يې د ستر هدف کېښودو ته پرې نه ښودل.
زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته يوازې د ۱۳۵ منډو هدف وټاكه.
د توپ اچونې په برخه کې مجيب ځدراڼ پنځه، راشد خان او محمد نبي دوه دوه او شرف الدين اشرف بيا يو لوبغاړى وسوځاوه.
د افغان توپ اچوونکو تر ښې توپ اچونې وروسته توپ وهونکو هم ښه لوبه وکړه او ټاکل شوى هدف يې په ۲۲م اور کې د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته په ډېرې اسانۍ پوره کړ.
د توپ وهنې په برخه کې شهزاد محمدي ۷۵ او احسان الله جنت ۵۱ منډې وکړې، چې لوبه او لړۍ يې دواړه د افغانستان په ګټه تمامې کړې. د لوبې غوره لوبغاړى مجيب ځدراڼ وټاکل شو. ټاکل شوې د پنځو پنځوس اوريزو لوبو وروستۍ سيالي د راتلونکې دوشنبې په ورځ وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

