ټاکل شوې د افغانستان او زمبابوې تر منځ څلورمه يو ورځنۍ لوبه سبا د متحده عربي په شارجه ښار کې ترسره شي.
تر دې مهاله د دواړو هېوادونو تر منځ د يو ورځنيو لوبو له ډلې درې يې ترسره شوې دي چې ۲ يې افغانستان ګټلې دي او يوه هم زمبابوې ګټلې ده.
اوس مهال افغانستان د لړۍ د ګټلو لپاره يو بلې بريا ته اړتيا لري، خو زمبابوې بيا دوو برياوو ته اړتيا لري.
افغانستان تر دې وړاندې د دوو شل اوريزو لړۍ هم ۲-۰ وګټله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


