ads

افغانستان په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د پنځو يو ورځنيو لوبو په درېيمه سيالۍ كې زمبابوې ته ستره ماتې وركړه.

نویسنده: mayar
25 سلواغه 1396
افغانستان په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د پنځو يو ورځنيو لوبو په درېيمه سيالۍ كې زمبابوې ته ستره ماتې وركړه.

د دې لوبې پچه، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه، زمبابوې وگټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د زمبابوې لوبډلې په ۳۴ اعشاريه درې اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۱۵۵ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې دا هدف په ۲۷ اعشاريه درې اورونو كې د څلورو لوبغاړو په له لاسه وركولو پوره كړ او زمبابوې ته يې په شپږو وېكټو ماتې وركړه.

افغان تکړه ورو توپ اچوونکی راشد خان، چې د سيالې لوبډلې پنځه لوبغاړي يې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

تر دې مخكې افغانستان زمبابوې ته په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې د ۱۵۴ منډو په توپير ستره ماتې ورکړې وه، خو د زمبابوې د كركټ ملي لوبډله د دويمې لوبې لپاره له يوه منظم پلان سره لوبغالي ته ښکته شوه او د لومړۍ لوبې د ماتې بدل يې له افغان لوبډلې واخيسته.

د دواړو لوبډلو ترمنځ څلورمه يو ورځنۍ لوبه د راتلونكې جمعې په ورځ د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيلېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA