ads

نن د افغانستان او زمبابوې تر منځ درېيمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي

د افغانستان او زمبابوې د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو درېيمه سيالي نن ترسره كېږي. دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شي. افغانستان زمبابوې ته په لومړۍ ۵۰ اوريزه لوبه کې د ۱۵۴ منډو په توپير […]

نویسنده: mayar
24 سلواغه 1396
نن د افغانستان او زمبابوې تر منځ درېيمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کېږي

د افغانستان او زمبابوې د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو درېيمه سيالي نن ترسره كېږي.

دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شي.

افغانستان زمبابوې ته په لومړۍ ۵۰ اوريزه لوبه کې د ۱۵۴ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه، خو د زمبابوې د كركټ ملي لوبډله د دويمې لوبې لپاره له يوه منظم پلان سره لوبغالي ته ښکته شوه او د لومړۍ لوبې د ماتې بدل يې له افغان لوبډلې واخيسته.

د يادولو ده، چې افغانستان تر دې وړاندې له زمبابوې د كركټ د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ دوه – صفر ګټلې وه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د روانې فېبروري مياشتې تر ۱۹مې نېټې دوام كوي.

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تراوسه ۲۱ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې كړي، چې ۱۲ يې د افغانستان او نهه يې د زمبابوې په ګټه پای ته رسېدلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA