ads

په روسيه کې د لوېدلې الوتکې په اړه څېړنې پیل شوې دي

يوه روسۍ مسافر وړونکې الوتکه، چې ۷۱ مسافر يې لېږدول، له پروازه څو دقیقې وروسته مسکو ته نېږدې را وغورځېده او ټولې سپرلۍ يې ووژل شوې.

نویسنده: mayar
23 سلواغه 1396
په روسيه کې د لوېدلې الوتکې په اړه څېړنې پیل شوې دي

يوه روسۍ مسافر وړونکې الوتکه، چې ۷۱ مسافر يې لېږدول، له پروازه څو دقیقې وروسته مسکو ته نېږدې را وغورځېده او ټولې سپرلۍ يې ووژل شوې.

دغه الوتکه، چې د ساراتوف هوايي شرکت اړوند وه، د مسکو له دومودېدووو هوايي ډګر څخه يې پرواز کړی و او د رامېنسکويې ښار ته نېږدې ولوېده.

په دې انتونوف اې اېن ۱۴۸ ډوله الوتکه کې ۶۵ مسافر او ۶ تنه عمله سپاره وو، چې له لوېدو وروسته يو هم ژوندی نه دی پاتې.

يادې الوتکې دغه مسافر له مسکو څخه اورسک ښار ته، چې قزاقستان ته نږدې پروت دی، لېږدول.

د پېښې علت تر دې مهاله نه دی څرګند شوی او روسيې چارواکي يې په اړه پر څېړنو بوخت دي.

د روسيې جمهور رئيس ويلاديمير پوتين د پېښې د قربانيانو له کورنیو سره غمشريکي کړې ده.

نوموړي يوه ځانګړي کمېسيون ته په دې اړه د هر اړخيزې څېړنې دنده سپارلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA