ads

زمبابوې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې افغانستان ته د پنځو ورځنيو لوبو دوهمه سيالۍ كې په ۱۵۴ منډو ستره ماتې وركړه.

نویسنده: mayar
23 سلواغه 1396
زمبابوې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې افغانستان ته د پنځو يو ورځنيو لوبو دوهمه سيالۍ كې په ۱۵۴ منډو ستره ماتې وركړه.

دا لوبه، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه، پچه يې زمبابوې وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وكړه.

زمبابوې په ټاكلو ۵۰ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته ۳۳۴ منډې هدف وټاكه، خو افغان لوبډلې دا هدف پوره نه كړاى شو او ټول لوبغاړي يې په ۳۰ اعشاريه يو اورونو كې د ۱۷۹ منډو له جوړولو وروسته وسوځېدل.

تر دې مخكې په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه كې افغانستان زمبابوې ته د ۱۵۴ منډو په توپير ستره ماتې ورکړې وه.

د يادولو ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د كركټ د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ هم دوه – صفر د افغان لوبډلې په ګټه پاى ته رسېدلې وه.

د افغانستان او زمبابوې د كركټ ملي لوبډلو د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د روانې فېبروري مياشتې تر ۱۹مې نېټې دوام كوي او درېيمه سيالي يې سبا ترسره كېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA