د افغانستان او زمبابوې د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو دوهمه سيالي نن ترسره كېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شي.
افغانستان زمبابوې ته په لومړۍ ۵۰ اوريزه لوبه کې د ۱۵۴ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه.
د يادولو ده، چې افغانستان تر دې وړاندې له زمبابوې د كركټ د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ هم دوه – صفر ګټلې وه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د روانې فېبروري مياشتې تر ۱۹مې نېټې دوام كوي.
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو تراوسه ۲۰ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې كړي، چې ۱۲ يې د افغانستان او اته يې د زمبابوې په ګټه پای ته رسېدلې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


