ads

د ترکيې دوه سرتېري د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شول

د ترکيې دوه سرتېري هغه مهال ووژل شول، كله چې يې هليکوپټر د سوريې په شمال کې د سوري کردي جنګياليو په ضد د عملياتو په مهال وغورځېده.

نویسنده: mayar
22 سلواغه 1396
د ترکيې دوه سرتېري د الوتکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شول

د ترکيې دوه سرتېري هغه مهال ووژل شول، كله چې يې هليکوپټر د سوريې په شمال کې د سوري کردي جنګياليو په ضد د عملياتو په مهال وغورځېده.

د سوريې لومړي وزير بن علي یلدريم دغه پېښه د ټلويزيون له لارې اعلان کړه.

تر دې وړاندې د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان په استانبول کې د خبرو په مهال وويل، دغه ترکي هليکوپټر په جنوبي هتای ولايت کې غورځېدلى دى: ((دغه څه به پېښېږي، موږ په جګړه کې يو، موږ الوتکه له لاسه ورکړه، خو دوی به د دې بيه ادا کړي.))

له بل لوري د کردي جنګياليو وياند مصطفی بالي اسوشيېټډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، د دوی جنګياليو دغه هليکوپټر د سوريې د عفرين ولايت په شمال راجو سيمه کې راغورځولى دى.

ترکيې تېره مياشت د سوري کردي جنګياليو په وړاندې د سوريې په شمال کې ځمکني او هوايي عمليات پیل کړل.

دا وسله وال د امريکا له لوري روزل شوي او په وسلو سمبال شوي، ترڅو په عراق او سوريه کې د داعش ډلې خلاف وجنګېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA