د اسراييلي جېټ الوتکې له لوري په سوريه کې د ايراني هدفونو تر ويشتلو وروسته په سيمه کې کړکېچ زيات شوی دی.
د شنبې په ورځ د اسراييلو پوځ له هغې وروسته په سوريه کې ستر بريدونه پيل کړل، چې ايران د يوې بې پيلوټه الوتکې له لارې غوښتل يوه اسراييلي جېټ جنګي الوتګه راښکته کړي، د سوريې هوايي پوځ هم پرې بريدونه وکړل او بالاخره الوتکې سقوط وکړ.
دا له ۲۰۱۱ کال وروسته په سوريه کې د ايران او اسراييلو تر ټولو ستره مخامختيا بلل کېږي.
روسي چارواکو په جدي ډول په سوريه کې د ايران او اسراييلو د مخامختيا په تړاو سخته اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي: ((موږ له دواړو خواوو غواړو، له هغو اعمالو ډډه وکړي، چې په سيمه کې وضعيت نور هم پېچلی کوي.))
په دې خبرپاڼه کې ويل شوي، اړينه ده چې ټول د سوريې او په سيمه کې د نورو هېوادونو ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته له شرط پرته درناوی وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

