ads

کرکټ بورډ د مهمو پرېکړو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړه

د افغانستان کرکټ بورډ په دغه اداره کې د مهمو پرېکړو لپاره يو کمېټه جوړه کړه. له کرکټ بورډ کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کمېټه کې شفيق ستانکزی، الله داد نوري، نوروز منګل، حاجي ولي امين، دولت احمدزی، رييس احمدزی، جار عبدالرحيمزی، بشير ستانکزی او هستي ګل عابد غړيتوب لري.

نویسنده: mayar
21 سلواغه 1396
کرکټ بورډ د مهمو پرېکړو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړه

د افغانستان کرکټ بورډ په دغه اداره کې د مهمو پرېکړو لپاره يو کمېټه جوړه کړه. له کرکټ بورډ کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کمېټه کې شفيق ستانکزی، الله داد نوري، نوروز منګل، حاجي ولي امين، دولت احمدزی، رييس احمدزی، جار عبدالرحيمزی، بشير ستانکزی او هستي ګل عابد غړيتوب لري. کرکټ بورډ وايي، دا چې افغانستان اوس مهال د کرکټ نړيوالې بشپړ غړيتوب لري، د مهمو پرېکړو لپاره دغه ډول يوې کمېټې ته اړتيا وه.

د خبرپاڼې له مخې دغه کميټه به د کرکټ لوبې د پرمختګ، د نړيوالو لوبو د لا ښه والي، بنسټيزو چارو، د خلکو د شکايتونو اورېدو او هغې ته د حل لارو لټولو او نورو مسايلو لپاره ناستې او مشورې کوي.

د خپرپاڼې پر بنسټ دغه کمېټه به خپل اندونه او د هغه پايلې د کرکټ بورډ له عمومي مشر سره شريکوي او بيا پرې تصميم نيول کېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA