د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په لومړۍ ۵۰ اوريزه لوبه کې هم د ۱۵۴ منډو په توپير ستره ماتې ورکړه.
د تېرې شپې د لوبې پچه، چې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه، افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې په ټاكلو ۵۰ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سيالې لوبډلې ته د
۳۳۴ منډو هدف وټاكه، خو د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې په ۳۴ اعشاريه ۴ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په له لاسه وركولو يوازې ۱۷۹ منډې وکړې او لوبه د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.
د توپ اچونې په برخه کې راشد خان څلور، مجيب ځدراڼ دوه او محمد نبي، ګلبدين نايب، رحمت شاه او دولت ځدراڼ يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
رحمت شاه د ۱۱۴ منډو جوړولو او يوې وېکټې اخيستلو په مټ د لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.
د يادولو ده، چې افغانستان تر دې وړاندې له زمبابوې د ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ هم دوه – صفر ګټلې وه او دا يې د پنځو ۵۰ اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه او بريا وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ به دويمه ۵۰ اوريزه لوبه سبا ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

