د افغانستان او زمبابوې د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ نن پيلېږي.
لومړۍ يو ورځنۍ لوبه به يې د كابل په وخت د مازديګر په درېيو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شي.
تر دې مخكې افغانستان له زمبابوې څخه د كركټ د دوو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ وګټله.
د دغو دواړو لوبو غوره لوبغاړى محمد نبي اعلان شوى و.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د روانې فېبروري مياشتې تر ۱۹مې نېټې دوام كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


