د تايوان په ختيځو سواحلو کې د ريختر په کچه د ۶ اعشاريه ۴ درجې زلزلې له کبله ۲ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۱۴ نور ټپيان دي.
د دغې زلزلې په ترڅ كې، چې نن رامنځته شوې، د تايوان د ختيځ په هولېن ښار کې د يوه هوټل په ګډون درې ودانۍ ړنګې شوې دي.
د تايوان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد له پايتخت تايپي څخه جنوب لور ته ۱۲۰ کيلو مټره لرې پراته ښار هولېن کې د مارشال هوټل ودانۍ لاندينی پوړ دوه ځايه شو او له دې کبله د دغه هوټل پاتې ودانۍ پر ځمکه ننوته.
سيمه ييزو رسنيو دغه راز د هغو ودانيو انځورونه هم ښودلي، چې له خپله ځايه کږې شوې دي.
د راپورونو پر بنسټ، تر دې مهاله هم د مارشال هوټل په ودانۍ کې درې کسان بند پاتې دي او د بېړنيو حالاتو ادارې د کار کوونکو له لوري يې د ژغورلو هڅې روانې دي.
د تايوان د حکومت له لوري له زلزلې وروسته د ژغورنې بېړني عمليات پيل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

