افغانستان له زمبابوې څخه د كركټ د دوو ۲۰ اوريزو لوبو لړۍ وګټله. دويمه ۲۰ اوريزه لوبه هم تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې ترسره شوه.
د لوبې پچه د زمبابوې د كركټ ملي لوبډلې وګټله او افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وركړه.
افغانستان په ټاكلو ۲۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سيالې لوبډلې ته ۱۵۹ منډې هدف وټاكه، خو زمبابوې په ۲۰ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په له لاسه وركولو ۱۴۱ منډې وكړې او لوبه يې د ۱۷ منډې په توپير وبايلله.
د لوبې غوره لوبغاړى دا ځل هم محمد نبي وټاكل شو.
د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې د دې لړۍ په لومړۍ لوبه كې زمبابوې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړې وه.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ د جمعې په ورځ پيلېږي، چې د روانې فېبروري مياشتې تر ۱۹مې نېټې به دوام وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

