د مالديو جمهور رييس په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ

د مالديو جمهور رييس په دغه هېواد کې پنځلس ورځنی بېړنی حالت اعلان کړ او له دې سره په يو وخت د امنيتي ځواکونو له لوري د سترې محکمې دوه قاضيان او د اپوزېسيون يو مشر هم نيول شوی دی.