ads

د مالديو جمهور رييس په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ

د مالديو جمهور رييس په دغه هېواد کې پنځلس ورځنی بېړنی حالت اعلان کړ او له دې سره په يو وخت د امنيتي ځواکونو له لوري د سترې محکمې دوه قاضيان او د اپوزېسيون يو مشر هم نيول شوی دی.

نویسنده: mayar
17 سلواغه 1396
د مالديو جمهور رييس په دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ

د مالديو جمهور رييس په دغه هېواد کې پنځلس ورځنی بېړنی حالت اعلان کړ او له دې سره په يو وخت د امنيتي ځواکونو له لوري د سترې محکمې دوه قاضيان او د اپوزېسيون يو مشر هم نيول شوی دی.

پوليسو وويل، د سترې محکمې رييس عبدالله سعيد او قاضي علي حميد د سه شنبې په ورځې په لومړيو ساعتونو کې نيول شوي دي، خو پوليسو پر دوی دواړو د تورونو په تړاو څه نه دي ويلي.

دغه نيونې داسې مهال رامنځته کېږي چې د حکومت او سترې محکمې تر منځ له زندانه د سياسي اپوزېسيون د يو شمېر غړو د خوشي کولو پر سر جنجال رامنځته شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA