ads

افغانستان په لومړۍ شل اووريزه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ د دوو ۲۰ اوريزو او پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شوه او لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.

نویسنده: mayar
17 سلواغه 1396
افغانستان په لومړۍ شل اووريزه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرکټ د دوو ۲۰ اوريزو او پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي كې پيل شوه او لومړۍ ۲۰ اوريزه لوبه د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د زمبابوې لوبډلې په ټاكل شوو ۲۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۱۲۱ منډې هدف وټاكه، خو افغانستان دا هدف په ۱۴ اعشاريه ۴ اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او زمبابوې ته يې په پنځو وېكټو ماتې وركړه.

محمد نبي، چې ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه، د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.

د افغانستان او زمبابوې د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ به دوهمه او وروستۍ ۲۰ اوريزه لوبه نن شپه ترسره شي، چې د كابل په وخت د ماخوستن په اووه بجو او دېرشو دقيقو پيلېږي.

د دواړو لوبډلو د لوبو لړۍ به د روانې فبروري مياشتې تر ۱۹مې نېټې دوام وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA