ads

نن د فېسبوک څوارلسمه کليزه ده

د فېسبوك په نوم ټولنيزه شبكه، چې سلګونه ميليونه غړي لري، ۱۴ كلنه شوه.

نویسنده: mayar
16 سلواغه 1396
نن د فېسبوک څوارلسمه کليزه ده

د فېسبوك په نوم ټولنيزه شبكه، چې سلګونه ميليونه غړي لري، ۱۴ كلنه شوه.

د امريکا د هارورډ پوهنتون ۱۹ کلن محصل مارک زوکېربېرګ ۱۴ کاله مخکې په نړۍ کې د ټولنيزو رسنيو په برخه کې د يو انقلاب بنسټ کېښود.

نوموړى وايي، دغه موده د سترګو په رپ کې تېره شوه او لا يې هم په وړاندې ډېر کارونه پراته دي.

د زوکېربېرګ په خبره، دوى پر دې کار کوي، چې نړۍ څنګه نوره هم سره نږدې كړي او ويې نښلوي.

دى زياتوي، کله چې يې فېسبوک پيل کړ، د يو ستر شرکت د جوړولو او چلولو فکر يې په ذهن کې نه و.

د رسمي شمېرو له مخې، په نړۍ کې نږدې دوه ميليارده خلک فېسبوک کاروي، چې شاوخوا څلور ميليونه يې په افغانستان کې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA